ټولنه

پکتیاوال وايي پر ټاپي پروژې د کار پیل د هوسا افغانستان زېری دی

ګردیز باخترد کب د میاشتې ۷ مه
د پکتيا ولایت چارواکو، مدني فعالانو، ليکوالانو، ځوانانو او خبریالانو پر ټاپي پروژې د کار له پیل څخه هرکلی وکړ او دغه چاره یې د پرمختللي او هوسا افغانستان پر لور بې ساری ګام یاد کړ.
د باختر اژانس د  سیمه ييز خبریال د خبر له  مخې:
په هغه غونډه  کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،
د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي غونډې ته په پیلزه وینا کې وويل، د ټاپي پروژې پلي کېدل به د افغانستان لپاره پر اقتصادي ګټو سربېره، د سيمې د هېوادونو تر منځ سوله ییز سیاست او لا نورو اقتصادي همکاریو ته لاره هواره کړي.
هغه وويل، چې له دغسې پروژو څخه د ولسونو پراخ ملاتړ د هېواد پرمختګ ته د ملت تنده او لېوالتيا ښيي.
هغه له خلکو غوښتنه  وکړه، چې د نورو ملي پروژو څخه  د ملاتړ په موخه باید ټول سره همغږي ووسي.
په ورته وخت کې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت بيا، د ټاپي پر پروژې د کار پیل، د بهرنۍ فعالې ډېپلوماسي لاسته راوړنه، د نړیوالو له خوا د افغانستان پر بقا باوري کېدل او د سيمې د هېوادونو تر منځ د شريکو ګټو لپاره د همکاريو زیاتېدل یاد کړل.
حسرت وويل، چې د دغه لوی ګام کرېډېټ باید د ملي وحدت حکومت مشرتابه ته ورکړل شي.
هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د هغو پروژو پر وړاندې دې د خنډ د نه جوړېدو اعلام هم وکړي، چې له پاکستان پرته ترې یوازې افغانان او یا هم د سيمې نور هېوادونه ګټه اخلي.
هغه وويل، چې هر طالب جنګيالی باید له خپلو مشرانو څخه په هېواد کې د هغو پروژو په اړه پوښتنه وکړي، چې د دوی په لاس یې ويجاړې کړي دي.
د نن راډيو د نشراتو مدير اسماعيل سعادت، مدني فعال احمدالله احمدي، د پکتيا د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر اصيل ځاځي، د ځوانانو آمر نقیب الله احساس، د پکتيا د پرېس کلب مشر حقمل مسعود زي او یو شمېر نورو ویناوالو هم د ټاپي پروژې پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هېواد د اقتصادي استقلاليت لپاره اړينه ده، چې حکومت د سیمې له هېوادونو سره د هر اړخيزو همکاریو د زیاتولو او اړيکو پر پیاوړتیا کار وکړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته