ټولنه

سيلاوونو شپږ تنه ووژل

کابل- باختر  دوږي  ٢١:
   دقندهار ښار په مربوطاتو کې دسيلاونو دراوتلو له امله شپږ تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
په قندهار ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي: دغو سيلاونو دسرپه زيانونو سربيره مالي تاوانونه هم اړولي دي .
د قندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل چې تيره شپه له  سختو اورښتونو وروسته دسيلاونو د راوتلو له امله دقندهار ښار دلوى ويالي او چوڼې په سيمو کې د څلورو تنو ښځو او د دوو تنو نارينه و په ګډون شپږ تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل:  ددغو سيلاونو دراوتلو له امله ددغو سيمو داستوګنې ځينې کورونو او دکانونو هم ويجاړ شوي دي او دسيمې اوسيدونکو ګاونډيو سيمو ته کړه کړي ده .
د قندهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم  پخلا باختر اژانس ته وويل: تراوسه پورې ددغو  سيلاونو دراوتلو له امله شپږ تنه وژل شوى او اته تنه ټپيان  ددغه ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي چې  له نيکه مرغه دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والې  دي .
سيمه ييز مقامات وايي چې  ښايي دتيرې شپې دسيلاونو دقربانيانو شمير زيات شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته