سیاست

دبهرنيو چارو وزير دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  نن دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي له ځانګړي استازي تاداميچي يا ماموتو سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان دسولې دبهير ، په دې بهير کې دافغانستان درهبري  او مالکيت داهميت ، له دغه بهير سره په ملاتړ کې دسيمه ئيزو  هېوادو او سازمانونو درول ، دجوړښت دبيا کتنې دماموريت دوړانديزونو او لاس ته راوړنو ، په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دبنسټونو درول او فعاليتونو په باره کې  چې ټاکل شوې ده دملګروملتو دسازمان په همکارۍ په دايمي امنيت او انکشاف په نامه په راروانه مياشت کې په ازبکستان کې جوړه شي  خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته