امنیت

دوه تنه په بند محکوم شول

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
دپنجشير ولايت دوه تنه اوسيدونکي نن د دوو تنو د وژنې په تور په يوه قضايي علني غونډه کې په اتلس اتلس کاله بند محکوم شول .
دغه کسان چې د پنجشير ولايت اصلي اوسيدونکي دي؛ دوه مياشتې مخکې ددغه ولايت دوه تنه نوراوسيدونکي وژلي وو.
دپنجشير ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه فضل وهاب چې د دغې غونډې مشرتوب يې په غاړه درلود؛ د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان د جزا د قانون د ٣٩٥ مادې له مخې په اتلس اتلس کاله بند محکوم شوي دي.
د ده دڅرګندولو له مخې: د محکومينو د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته