امنیت

په بغلان کې عادي ژوندانه ته د وسله والو طالبانو د يو سيمه ئيز قوماندان ستيندل

کابل باختر د ليندي اتمه :
په بغلان ولايت کې د وسله والو طالبانو يوسيمه ئيز قوماندان تر خپل امر لاندې له پنځو تنو سره په بغلان ولايت کې له جګړې څخه لاس واخيست اوعادي ژوند يې غوره کړ.
قوماندان اسدالله چپن او افراديې مخکې له دې دمرکزي بغلان دولسوالۍ په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باخترآژانس ته وويل چې دغه قوماندان د امنيتي مسوولينو په هلوځلو سره دجګړې له دوام څخه لاس اخستى دى .
  جنرال امر خيل عادي ژوندانه ته ددغې ډلې طالبانو دستنيدو په مراسمو کې له نورو طالبانو څخه وغوښتل چې دخپل هيواد له ويجاړولو څخه دې لاس واخلي او دخپل هيواد په بيا جوړولو او د امنيت په تامينولو کې دې ونډه واخلي .
په همدې حال کې قوماندان اسدالله هم په هغه څه چې په تيرو وختونوکې يې دخپلوخلکو او هيواد په وړاندې ترسره کړي و؛ پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به دخپل هيواد په بيا جوړولو او د امنيت په تامينولوکې ونډه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته