کابل باختر دزمري شپږمه
وسله والو طالبانو په غور ولايت کې دنفتي توکو اته خصوصي ټانکرونه يې درولي دي .
دغور دوالي دوياند او سرپرست محمد عارف عابر باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دتيلو دغه ټانکرونه ددغه ولايت د شهرک ولسوالۍ مرغه کلي په مربوطاتو کې درولي دي .
ده وويل : وسله والوطالبانو دغه کار په دې دليل چې دولت مرغاب ولسوالۍ ته دتيلو دلېږدولو مخه نيسي ترسره کړى دى .
ددغه ټانکر يوخاوند وويل چې طالبان ادعاکوي تر هغه وخته پورې چې دغه ستونزې ددولت له خوا پاى ته ونه رسيږي دغه ټانکرونه به په واک کې ولري .
ختم- عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ