کابل باخترد وري دمياشتې ١٧ :
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې نن د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ د ملت د استازو له پريکړې سره سم، داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين او دکانونو وزير وحيدالله شهراني ته صندوقونه کيښودل شول چې د ملت استازي دخپل باور يا نه باور رايې وکاروي.
د رايې ا خيستنې په نتيجه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د ١٣٢ موافقو رايو، ٧٤ مخالفو، دريو باطلو رايو او دپنځوسپينو رايو اودکانونو وزير د ١٣٣ موافقورايو ، ٧٣ مخالفو رايو ، څلورو باطلو رايو او څلورو سپينو رايو په اخيستلو سره بيا دملت د استازو باور ترلاسه کړ او خپلو دندو ته دوام ورکوي.
دتيرې چهارشنبې په ورځ دپوهنې، له نشه يي توکو سره دمبارزې د چارو، اقتصاد او سوداګرۍ اوصنايعو د وزيرانو څرگندونې دملت داستاز دقناعت وړ وگرځيدې.
2 1 دقیقه لوستل