کابل باختر دمرغومي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم له مشر، روزونکي او غړیو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس د فوټبال د ملي ټیم له مسوولینو او لوبغاړو سره د ټلیفوني خبرو پرمهال د لوبغاړو د هلو ځلو او زحمتونو د قدرداني ترڅنګ هغوی ته د وروستیو بریالیتوبونو مبارکي وویله.
جمهور رئیس غني وویل، تاسو د ټولو افغانانو ویاړ ياست، چې په نړیواله کچه مو د افغانستان نوم ځلولی او په نړۍکې د افغانستان ملي بیرغ رپوئ.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم له مسوولینو او غړیو سره د خبرو پرمهال وویل، زه او ټول افغانان به له هند سره ستاسو د لوبې ننداره وکړو او د خدای تعالی په دربار کې تاسو ته د دغې سیالۍ د ګټلو دعا کوو.
محمداشرف غني وویل، سالم رقابت د پیوستون لامل کېږي او د ورزشکارانو سیالۍ او بریاوې د افغانستان نوی تصویر نړۍ ته وړاندې کوي.
0 1 دقیقه لوستل