سیاستTOP

زلمي خليل زاد کابل ته راغى

٢٥- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيوچارو د وزارت ځانګړى استازى زلمي خليل زاد نن کابل ته راغى.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا خبرځايونه دغه خبر تاييد کړى دى .
خليل زاد د مرغومي په ١٥ نيټه په يوتيوت کې د افغانستان د سولې په اړه سيمې ته د خپل سفر د نوي دورې د پيل خبرورکړ.
هغه ويلي دي د افغانستان د سولې د خبرو په راتلونکې پړاوکې د پرمختګ په هيله سيمې ته راغلى دى .
پاکستاني رسنيو پرون خبرورکړچې خليل زاد د دغه هېواد له لوى درستيزجنرال قمرجاويد باجوه سره د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې اترې کړي دي.
افغانستان اوسيمې ته د خليل زاد نوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې ده د افغانستان د دولت او طالبانو د هيئتونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو نوي دوره نن د قطر په پايتخت دوحه کې پيل شي.
ټاکل شوې وه د افغانستان هيئت پرون دوحې ته سفر کړى واى خو دغه سفر د هوا د خرابوالي له امله وځنډول شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت ټاکل شوې ده نن له کابل څخه دوحې ته روان شي .
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته