اقتصاد

دهيواد په ختيځ کې دزعفرانو صنعت د رواجولو لپاره هلې ځلې.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دهيواد په ختيځ کې د زعفرانو صنعت د رواجولو لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولين هلې ځلې کوي دبزګرانو په روزنې او د زعفرانو داصلاح شويو پيازو په ويشلو سره دهيواد په ختيځو ولايتونو کې د زعفرانو کرکيله زياته کړي په يوه نوي اقدام کې نن په ننګرهار ولايت کې په سلګونو بزګرانو د زعفرانو پياز او نور کرنيز انډي وويشل شول.
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس رفيع الله رحيمزي باختر آژانس ته وويل: په دې دوره کې په سلګونو تنو بزګرانو د زعفرانو څه ناڅه پنځه زره کيلوګرامه پياز او دکرنې وسايل وويشل شول.
هغه بزګران چې دغه مرستې ترلاسه کړي دي دهسکې مينې ،کوزکونړ سره رود او دپچير او اګام په ولسواليو کې په کرنې بوخت دي .
دوى دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمسوولينو مرستې او د زعفرانو ښې بيې ته په پاملرنې سره وايي له دې وروسته به د زعفرانو دکرکيلى په سمون سره ښې پيسې ترلاسه کړي.
دننګرهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس په دغه ختيځ ولايت کې د زعفرانو دکرکيلى ښو شرايطو ته په اشارې سره وايي ډير ژر به ددغه بوټي کار و بار سمون ومومي .
ده وويل: هلې ځلې کوي چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دمسوولينو په مرسته دهيواد په ختيځ کې د زعفرانو کرکيلى ته پراختيا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته