روغتیا

په بغلان کې د روږدوکسانو د درملنې لپاره ديرش بستريز روغتون جوړيږي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
په بغلان ولايت کې په نشه يي توکو د روږدوکسانو د علاج او درملنې ديرش بستريز روغتون پرون دعامې روغتيا د وزيرې له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
په نشه يي توکو د روږدوکسانو د علاج او درملنې ديرش بستريز روغتون دڅلور زره نهه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې په يوه پوړکې د آلمان دپرمختيايي بانک له مرستو څخه د درې سوه شلو زرو امريکايي ډالرو په ټول لګښت د آغاخان د پرمختيايي بنسټ له خوا جوړ شوى دى .
دبغلان ولايت دعامې روغتيارياست مطبوعاتي مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه روغتون په نهو مياشتوکې په پاخه او اساسي ډول په نشه يي توکو د هغو روږدوکسانو د درملنې لپاره چې هيله لري روغتيا ترلاسه کړي؛ جوړ شوى دى .
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي او د وزيرانو شورا دپيغامونو د لوستلو په ترڅ کې د آلمان هيواد د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په نشه يي توکو د روږدوکسانو د درملنې د کلينيکونو او مرکزونو د جوړولو د ارزښت او د روږديتوب د خطرونو په باب د معلوماتو د ورکولو او په پاى کې د روږدوکسانو د ګراف دکچې په راټيټولوکې به له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
دعامې روغتيا وزيرې وويل: همدا اوس په ديرش بستريز روغتون سربيره دکور په نامه د روږدوکسانو د درملنې کلينيک هم په بغلان کې فعاليت کوي.
وروسته د بغلان والي سلطان محمد عبادي په دغه ولايت کې د روغتيايي او کرنيزو خدمتونو د وړاندې کولو د لارې پرسر د پرتو خنډونو په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د اړوندو ادارو د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دبغلان ولايت ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د رييس فضل الحق اندرابي دڅرګندونو له مخې: څه دپاسه دوه پنځوس زره تنه روږدي کسان د چرسو او شرابو په ګډون په ډول ډول ناروغيو او په زرقياتو روږدي دي او په دغه ولايت کې ددغه شان روغتون جوړيدل مهم او ضروري دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته