امنیت

په زابل کې دبم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
په زابل  ولايت کې د بم د چاودنې له امله  يو ملکي وګړى او  يو پوځي ووژل  شول
او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه پرون ماښام دشاه جوي ولسوالۍ  په يوه ګڼ ميشته سيمه کې رامنځته شوې ده .
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال  غلام سخي روغ ليونى دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغې  چاودنې له امله د اردو يو سرتيرى  او يوملکي وګړى شهيدان شول   او د دريو تنو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
ويل  کيږي بم  په يو بايسکل  کې ځاى پرځاى شوى  و .
د زابل امنيه قوماندان وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل  چې امنيتي ځواکونو د دغې پيښې  دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته