سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل/ د چنګاښ ۲ مه/ باختر
د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو  والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوررييس ويندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ لومړی جمهوررئیس غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همداراز یې د هیواد په وروستیو انکشافانو رڼا واچوله.

وروسته جمهوررئیس د بهرنیو اسعارو پر ځای د افغانیوعامولو په برخه کې د ننګرهار والي فعالیتونه وستایل، والیان یې موظف کړل چې پخپلو اړوندو ولایتونو کې دې کار ته پام وکړي. 

جمهوررئیس د پروژو په تطبیق کې د لا زیات تحرک او خلکو ته د خدمت کولو بهیر چټکتیا، ولسوالیو او کلیو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خبرې وکړې، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظف کړې ترڅو د انکشافي پروژو د بودجې په لګښت کې خپله وړتیا مشخصه کړي او راپور یې د کابینې غونډې ته د وړاندې کولو په موخه مالیې وزارت ته واستوي.

ورپسې، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د کابینې غړو ته په اجنډا کې د یادو شویو موضوعاتو د معرفي کولو ترڅنګ، د هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن له لوري بریدونه وغندل او د هیواد د دفاع په لاره کې یې د دفاعي او امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله. 

په همدې ترتیب د جمهوررئیس دویم مرستیال د ټولیزو رسنیو په قانون کې د احتمالي تعدیلاتو وړاندیز په اړه چې د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی و، معلومات وړاندې کړل. کابینې پرېکړه وکړه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دې یاده وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه وګرځوي ترڅو د جمهوررئیس د دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا زیات دقت پرې وشي.

د اجنډا مطابق، د عامې روغتیا وزارت نوماند او سرپرست په څلورو برخو؛ تشخیص او وقایه، جدي مراقبت، د وضعیت تحلیل او راتلونکي ګامونه کې په هیواد کې د کرونا وضعیت څرنګوالي لنډ راپور او همداراز د ولایتونو اړتیا وړ اکسیجن سروې او د اکسیجن د پېرلو لپاره د مارکېټ ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.

د اجنډا مطابق، د عامې روغتیا وزارت نوماند او سرپرست په څلورو برخو؛ تشخیص او وقایه، جدي مراقبت، د وضعیت تحلیل او راتلونکي ګامونه، په هیواد کې د کرونا وضعیت څرنګوالي لنډ راپور او همداراز د ولایتونو اړتیا وړ اکسیجن سروې او د اکسیجن د پېرلو لپاره د مارکېټ ارزونه غونډې ته وړاندې کړه.

جمهوررئیس عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه ترڅو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل ټول لګښتونه په شفاف ډول ملت سره شریک کړي.

کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو، روغتیایي پرسونل او د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د ستاینې ترڅنګ، هغه وزارت موظف کړ چې د اخته شویو، ښو شویو او د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو رسمي او غیر رسمي ارقام او د دې ویروس د اغېز څرنګوالي پر اساس اړوندو بین المللي بنسټونو سره ګډ علمي تحلیل او د هیوادوالو د مقاومت او دفاعي سیستم کچه د راتلونکې اونۍ تر شنبې ورځې د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي او پایله یې د کابینې غونډې سره شریکه کړي.

همداراز عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اکسیجن تولید لپاره د پانګونې څرنګوالي پر اساس هر اړخیزه طرحه ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي.  

وروسته د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره مرکز او ولایتونو ته د ځانګړې شوې بودجې د مصرف راپور غونډې ته وړاندې کړ.

کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې یاد راپور  د کابینې د غړو د نظریاتو مطابق، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال تر نظر لاندې د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون د اړوندو ادارو په ګډه کمېټه کې وړاندې کړي او په راپور کې د WHO، UNICEF او WFP د وړاندې شویو ارقامو تفصیل  او د پوهاوي په موخه ولایتونو ته د لېږل شویو پیسو په تفصیل بیاکتنه وکړي او د حکومت رهبرۍ غونډې ته یې وړاندې کړي.

وروسته، د عدلیې وزارت معین د دولتي شرکتونو نمونوي اساسنامه چې د ټولو دولتي شرکتونو د اساسنامې د تدوین په موخه د معیاري سند په توګه تدوین کېږي او د قوانینو کمېټې د تائید وړ ګرځېدلې ده، غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تائید کړه. 

په همدې ترتیب نوموړي د ساختماني تخلفاتو د مخنیوي مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب نشوه، د افغانستان اسلامي جمهویت کابینې عدلیې وزارت موظف کړ چې د کابینې غړو د اصلاحي نظریاتو پر اساس پرې بیاکتنه وکړي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې، د والیانو په استازیتوب د تخار والي د ویډیو کنفرانس له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې د وضعیت، خلکو ته د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې د ولایتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو او د مالي منابعو د ضایع کېدو او د عدلي او قضایي بنسټونو د تصمیمونو د بې پایلې پاتې کېدو مخنیوي په موخه د مالي او هغو منازعاتو حل او فصل چې د ټولنې د نظم لامل ګرځي، د هیواد د نافذه قوانینو او عرفي اجراآتو ترمنځ د اړیکو تامین په اړه خبرې وکړې، په هره برخه کې یې خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د وړاندیزونو د تطبیقي حللارو د پلټلو په موخه، اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته