سیاست

د مشرانوجرګې د رييسانو کميټې غونډه وکړه

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه:
د مشرانو جرګې دريسانو د كميټې غونډه د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشرۍ په داسې حال كې جوړه شوه چې د دولسګونو كميسونونو رييسان د كميسونويو شمېراستازي او د دارالاانشا عمومي رئيس هم حاضرو.
د مشرانو جرګې د عمومي غونډو او د كميسيونونو د كاري چارو د اجندا د ټاكلو په اړه ، پريكړه وشوه چې د كورنيو دندو د اصولو، فعاليت او كړنو په باب دې د لړم د مياشتې د نولسمې نېټې د يكشنبې د ورځې په غونډه كې دې د نفوسو د احوال د ثبت د قانون په اړه، او د لړم د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سې شنبې ورځې په غوڼده كې دې د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون او د انتخاباتو د شكايتونو د خپلواك كمېسيون د ددغو كمېسيونونو د عمومي رييسانو او دواړو كمېسيونونو د دارلانشاوو په حضور دې د انتخاباتو د مسايلو په اړه بحثونه ترسره شي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته