سیاست

د افغانستان او آذربايجان ترمنځ د ستراتيژيکي همکاريو د سند د چمتو کولو په مقصد يو ګډ هيئت جوړيږي

کابلباختردسرطان ٢٢
دافغانستان د کورنيو چارو وزير د آذربايجان له جمهور رييس سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د استراتيژيکي همکاريو په باب خبرې و کړې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزيرستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ په هغه څلور ورځني سفرکې چې تيره اوونۍ آذربايجان ته ترسره شو، ددغه هيواد له جمهور رييس الهام علي اوف ، د بهرنيوچارو له وزير المارمحمدياروف او د آذربايجان د يوشمېرنورو دولتي مقاماتو سره وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو په باب يې خبرې وکړې.
په هغې کتنه کې چې د آذربايجان له جمهور رييس سره وشوه؛ دکابل_ باکوترمنځ د استراتيژيکي همکاريو دسند دلاسليک ، د سوداګرۍ اوپانګې اچونې په برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او پراختيا او په کابل کې د آذربايجان د سفارت دپرا نيستلو په باب خبرې وشوې.
دغه راز د کورنيو چارو وزير د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس  حامدکرزي بلن ليک الهام علي اوف ته وسپاره چې په هغه کې علي اوف ته بلنه ور کړاى شوې ده چې کابل ته سفر وکړي.
د آذربايجان جمهور رييس په داسې حال کې چې کابل ته د سفر لپاره يې د افغانستان د جمهور رييس بلنه ومنله، په بېلا بېلو برخوکې يې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هيواد تيارۍ اعلام کړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند د چمتو کولو لپاره يې د دوه اړخيزګډ هيئت دجوړولو لپاره تيارۍ څرګند کړ.
دکورنيو چارو وزير دغه راز آذربايجان ته د خپل سفر په بهيرکې د دغه هيواد د بهرنيوچاروله وزير المارمحمدياروف سره وکتل او په کابل کې د آذربايجان دسفارت دپرا نيستلو په باب يې خبرې وکړې.
د آذربايجان له خوا په سرحدي او د بيړنيو حالاتو په برخوکې د افغانستان د ملي پوليسو د اکاډمۍمحصلانو ته دتحصيلي بورسونو ورکول، دافغانستان او آذربايجان پولو ته د تروريستانو دتګ راتګ  دمخنيوى په مقصد د دواړو هيوادونو د استخباراتي مرکزونو ترمنځ داستخباراتي اطلاعاتو د را کړې ورکړې په برخه کې د يوې اغيزمنې پاليسۍ برابرول، دکانونو، تيلو اوګازپه برخوکې په افغانستان کې د آذربايجان پانګې اچوونکو ته دپانګوونې د زمينو برابرول د دواړو هيوادونو ډيپلوماتيکوکارکوونکو ته د ويزې لرې کول، دستراتيژيکي همکاريو په سندکار او دکابل_ باکو د مستقيمو الوتنو پيل هغه نورې مهمې موضوعګانې وې چې د آذربايجان د بهرنيو چارو له وزير سره د افغانستان د کورنيو چارو د وزير په کتنه کې طرحه شوې.
د آذربايجان د بهرنيو چارو وزير دغه راز د اوسپنې د هغې پټلۍ پيوستون ته چې ټاکل شوې ده په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له ترکيې څخه آذربايجان ته وغځول شي؛ اشاره وکړه او څرګنده يې کړه چې د اوسپنې دغه پټلۍ د افغانستان د شمال له سيمو څخه په تيريدو سره به د افغانستان او آذربايجان ترمنځ د تجارتي اړيکو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته