امنیت

دوه تنه دسرو زرو ددوکان دغلا په وخت کې ونيول شول .

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دکابل پوليسو تېره شپه دوه تنه دکابل ښارپه شپږمه ناحيه کې دسرو زرو دپلورنې ديو دوکان دغلا په وخت کې ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دباختراژانس خبريال ته وويل دعبدالوکيل  او ايام الدين په نومونو دوه غله  چې دتخار ولايت اوسيدونکي دي تېره شپه  دکابل ښار دشپږمې ناحيې دقلعه شاده  دسرکاريز په ساحه کې دسرو زرو  دپلورنې  ديودکان دديوال په سوري کولو سره غوښتل دهغه مالونه غلا کړي چې دپوليسو له خوا ونيول شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته