سیاستخبرونهTOP

مولوي امیرخان متقي په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل غوښتنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه مفصل بحث وشو.

تکل زیاته کړې چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو اغېزمنه پالنه اړینه وبلله. 

نوموړي همدارنګه ویلي چې په ورته مهال حسن کاظمي قمي د خپلو خبرو په پیل کې ایران ته د ریاست الوزراء داقتصادي معاونیت په مشرۍ د افغان لوړ پوړي پلاوي له ورتګ او د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ یادونه وکړه او زیاته يې کړه، چې سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکارۍ وده به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لاپیاوړې او غښتلې کړي.

په ناسته کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې په دوه اړخیز جدیت او د رغنده کړنو په تر سره کولو ټینګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته