سیاست

دیني عالمان :د بین الافغاني مذاکراتو پلاوي دې د خپلو ګټو پرځای د ولس منافعو ته لومړیتوب ورکړي

جلال آباد / د وږي ۲۳ مه / باختر په ننګرهار کې د جمعیت اصلاح افغانستان او نورو بېلابېلو ټولنو او ګوندونو د یو کنفرانس پر مهال د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړ. د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي د خبرله مخې؛ ویناوالو د بین الافغاني خبرو پر مهال له دواړو لوریو وغوښتل چې د سولې لپاره دې د ولس قربانیو ته وګوري او له خپلو شخصي ګتو تېر شي. دوی وویل چې که دواړه لوري په پیل شویو مذاکراتو کې لږه بې پروايي وکړي، ولس او تاریخ ته به ځواب ویوونکي وي. د جمعیت اصلاح مشرانو وویل چې د بین الافغاني خبرو د ملاتړ په موخه به په ټول افغانستان کې غونډې وکړي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته