سیاست

د مشرانو جرګې د رييسانو د کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر د وږي د میاشتې ۲٥ مه
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ او د اداري پلاوي د غړو، د کمېسيونونو د رئيسانو او مرستيالانو او د سنا مجلس د دارالانشا د لوى رئيس سيد حفيظ الله هاشمي په ګډون د يادې جرګې د رييسانو د کمېټې غونډه جوړه شوه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د وږي د شپږ وېشتمې نېټې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې دې د آزاد بحث او د فراه له ولايت څخه د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون د پلاوي د رپوټ د اورېدو سربېره دې، د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولان وستايل شي او هم دې د وږي د اته ويشتمې نېټې په غونډه کې د افغانستان بانک لوى رئيس، د صرافانو د اتحاديې رئيس او د خصوصي بانکونو رييسان دې په هېواد کې د بهرنيو اسعارو د چلښت او د افغانيو مندرسو پيسو د تبديلۍ او د راکړې ورکړې په وخت له دې څخه د رامنځته شويو ستونزو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړي.
دغه راز د رييسانو د کمېټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د فوايد عامې وزارت او د کابل ښاروالۍ سرپرستان دې د کابل د حلقوي سړک د کار د پرمختګ د څرنګوالي او د کابل ښار ناحيو څخه د کثافاتو د انتقال په اړه د تلې د مياشتې د دويمې نېټې په غونډه کې معلومات وړاندې کړي او هم په ولايتونو کې د ټاکنيزو حوز د څېړنې له څرنګوالي څخه د سناتورانو د شکايتونو پر بنسټ پريکړه وشوه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس او د ياد کمېسيون د دارالانشا رئيس دې د مشرانو جرګې د تلې دمياشتې د څلورمې نېټې په غونډه کې د خپلو کارونو په اړه معلومات ورکړي.
خو د غونډې په پيل کې په پارلماني چاروکې د دولت  له وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ څخه په کلکه نيوکه وشوه او وويل شول چې نوموړى له هغې ورځې چې په دې سمت کې مقرر شوى دى، سره له دې چې د ملي شورا دواړو مجلسونو اړوند مسايلو کې يې انډول نه دى رعايت کړى، بلکې د مشرانو جرګې غونډو ته د حکومتي چارواکو په استولو کې هم نميګړتياوې او ناهمغږۍ زياتې شوې دي او څرګنده شوه چې نوموړى دې د رييسانو کمېټې د وږي د نهه ويشتمې نېټې په ناسته کې د سناتورانو پوښتنې ته ځواب ووايي.
همدا راز د رييسانو د کمېټې په غونډه کې د د هېواد په بېلا بېلو څنډوکې د امنيتي مسايلو په اړه د بحث سربېره، د کمېسيونونو په غونډو کې د حکومت د يو شمېر غړو د په وخت نه حضور څخه نيوکه وشوه او ټينګار وشو چې په پارلماني چاروکې کې د دولت وزارت دې، دې برخې ته لازمه رسيدګي وکړي تر څو په راتلونکې کې د دا ډول مسايلو له تکرار څخه مخنيوى وشي.
په پاى کې ټينګار وشو چې د ملي شورا د مشرانو جرګې ټول غړي دې په عمومي غونډو او د کمېسيونونو په غونډو کې خپله فعاله ونډه واخلي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته