نړۍ

روسيه : دواشنګتن او مسکو اړيکې دسړې جګړې کچې ته رسيدلى دى .

مسکو  باختر دتلي پنځه ويشتمه :
  دملګروملتو په سازمان کې دروسيې دايمي استازي وينالي  جورکين اعلام وکړ چې دروسيې او امريکااړيکې ډيرې ټيټې کچې او دسړې جګړې دورې ته رسيدلې دي .
جورکين ديکشنبې په ورځ وويل چې دمسکو او واشنګتن داړيکو کلي  حالت ، له  ١٩٧٣ ميلادي کال څخه ډير خراب دى .
دروسيا  سګودنيا  خبري اژانس له اسوشيتد پرس  سره دجورکين دمرکې  له مخې وليکل چې دروسيې او امريکا داړيکو اوسنى  حالت دپيښو دمجموعي پايلې او په يو ډول دسياسي مسئلو په باره کې ددواړو هېوادونو داحترام او دخبرو نشتوالى دى .
  دملګروملتو په سازمان کې دروسيې دايمي استازي  دنړيوال امنيت په سلو کې دامريکا په کړنو په نيوکې  سره وويل واشنګتن او ناتو وپتيله  چې خپل امنيت له خطر سره دروسيې دامنيت په مخامخ  کولو او ددغه هېواد په ګټو په سترګې پټولو سره پياوړې کړي . او داروپا دختيځ يوشمير هيوادونه   دشمالي اتلانتيک  دتړون په غړيتوب کې شامل کړي
جورکين  دغه راز په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د ناتو غونډې ته اشاره وکړه چې په هغې کې په دې تړون کې دګرجستان  او اوکراين دغړيتوب او دمشارکت دجلب تصميم ونيول شو .
  سړه جګړه دپخواني شوروي جمهوريتونو اتحاد  په مشرۍ  دختيځ بلاک  او دامريکا په مشرۍ دلويديځې اردوګاه په اړيکو کې دپوځي اوسياسي تاوتريخوالي په واکمنۍ  پورې اړونده اصطلاح  ده چې له دويمې نړيوالې جګړې  وروسته پيل شو او نږدې په ١٩٩١  ميلادي کال  دکمونيزم  اردوګاه له ټوټې ټوټې  کيدو مخکې تر څو کلونو پورې دوام درلود که څه هم لمن يې له  اتيا ميلادي لسيزې څخه کمښت پيداکړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته