سیاست

دقوانينو کميټې دتقنيني سندونو دخپرولو او نافذولو دڅرنګوالي دقانون طرحه تاييد کړه .

کابل باختر د لړم لسمه :

دقوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې  مخکې دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې  درييس قانونپوه سرور دانش  په مشرۍ جوړه شوه .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دکميټې په  دې غونډه کې دتقنيني  سندونو دخپرولواو نافذولو  دڅرنګوالي  دقانون طرحه اودغه راز دصوتي ککړتيا دکمښت اومخنيوي دمقررۍ  طرحه وڅيړل شوه او په دې برخه کې  لازم  تصميمونه  ونيول شول .

دهيواد په کچه  دقانوني واکمنۍ  تامينول په نافذو تقنيني سندونو ددولتي او غير دولتي ادارو دمسوولينو او کارکوونکو پوهاوي ، په تقنيني  سندونو  دهيوادوالو  دلاسبري دزمينې برابرول او دتقنيني  سندونو په خپرولو او نافذولو پورې داړوندو چارو تنظيم دقانون ددغې طرحې اساسي هدفونه وبلل شول .

  دکميټې غړو په تفصيل سره دبڼې  اومحتوا له پلوه ددغې طرحې  په باب  خپلې کاري نظريې څرګندې  کړې او په هغو خبرو او څيړنو سره چې په دې برخه کې وشوې دقانون دغه طرحه تاييده شوه او د عدليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې دغونډې دغړو نظريې  او وړانديزونه دې دقانون په طرحه کې شامل کړي .

  دغونډې په بله برخه کې دصوتي ککړتيا  دکمښت او مخنيوي دمقررې طرحه وڅيړل شوه  دصوتي ککړتيا تشخيص ،  دصوتي ککړتيا مخنيوي او دهغې کنترول ، دصوتي ککړتيا دناوړو اغيزو کمښت او دژوندانه د چاپيريال  دمعيارونو رعايتول او دژوندانه دچاپيريال ښه والي  دمقررې ددغې طرحې هدفونه وبلل شول .  دکميټې دغړو له خوا له ترسره شويو څيړنو وروسته دجمهور رييس مرستيال او دقوانينو دکميټې رييس  وويل لازمه ده چې دعدليې وزارت  دې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ  کې دمقررې  ددغې طرحې په تيره بيا دصوتي ککړتيا دطرحې  او دمعيارونو داجرا کولو  دضمانت  په باب  زياتې څيړنې ترسره کړي .

  په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دعدليې وزارت دې له نورو مسوولو ادارو سره په همغږۍ  کې له بيا څيړنو وروسته دغه طرحه يوځل بيا  دقوانينو دکميټې يوې غونډې ته وړاندې کړي چې بيا خبرې پرې وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته