نړۍ

په مصرکې څه دپاسه پنځه سوه تنه ووژل شول

قاهرهباخترد اسد٢٤
دمصر په تاريخ کې په خونړۍ ورځ کې ددغه هيواد امنيتي ځواکونو د محمدمرسي د پلويانو ځپل په بې سارى تاوتريخوالي سره پيل کړل چې په بهيرکې يې څه دپاسه پنځه سوه تنه ووژل شول.
پرون سهارپه لومړيو ساعتونوکې د مصرامنيتي ځواکونو د زغره والو موټرو په ملاتړ د نصر په ښارګوټى کې د رابعه العدويه له ډګرڅخه اودغه راز دقاهرې پوهنتون په وړاندې د نهضت له ډګر څخه دمحمد مرسي د پلويانو د شړلو اوځپلو عمليات پيل کړل.
دمصر د ګوښه کړاى شوى جمهور رئيس مرسي په پلويانو د امنيتي ځواکونو د بريد په بهيرکې دڅه دپاسه پنځه سوه تنو د وژل کيدو او د پنځه زره تنو دټپي کيدو خبر ورکړ شوى دى.
دمحمد مرسي پلويان وايي چې د وژل شويوشمېر څه ناڅه دوه زره تنه دي.
په قاهرې کې خبريالان وايي چې زيات مړي يې ليدلي دي.
له دغو تاوتريخوالي وروسته د مصر د جمهور رييس مرستيال محمد البرادعي استعفا ورکړې ده.
له دې سره جوخت د مصر د موقت دولت صدراعظم حازم ببلاوي ددغه هيواد په ملي ټلويزيون کې په څرګنديدو سره د پرونيو خونړيو پيښو له امله دخواشينۍ په ترڅ کې وويل چې امنيتي ځواکونو غوښتل امنيت تامين کړي.
ببلاوي د دغو ټلويزيوني خبرو په بهير کې په مصرکې د يوې مياشتې لپاره بيړنى حالت اعلام کړ.
اوس پوليس دسترو ښارونو د زياتو سيمو کنترول په واک کې لري او په مصرکې دپوځي حکومت حالت واکمن دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته