کابل باختردزمري دري ويشتمه :
د مشرانو جرګې د رييس فضل الهادي مسلميار له خوا د دوست هيواد هندوستان د خپلواکۍ د شپږشپيتمې کاليزې له امله ددغه هيواد د سنامجلس د رييس شيري محمدحميد انصاري په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى.
د باخترآژانس دخبرله مخې :
په پيغام کې دافغانستان د بيارغاونې ، داقتصادي بنسټونو د جوړولو او د دغه هيواد خلکو ته د تحصيلي زمينو د برابرولو په لاره کې د هندوستان دخلکو او دولت دبيغرضو او سخاوتمندانه مرستو له امله په مننې او دکور وداني په ويلو سره د افغانستان او هند دوستانه اړيکو په لازياتې پراختيا ، ټينګښت ، د تروريزم پرخلاف په ګډي مبارزې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او دپارلماني اړيکو په پراختيا باندې ټينګار شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل