سیاستټولنه

د افغانستان اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په رسمي ډول په کار پیل وکړ

کابل / د وږي ۲۹مه / باختر

د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست مولوي احمد جان احمدي، نن مولوي عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست مولوي احمد جان احمدي وویل: تر جهاد او فتحې وروسته، اوس د نظام جوړولو وخت دی.

د افغانستان اسلامي امارت کابینه جوړه شوې ده او ډېر ژر به بشپړه شي او په ټولو ادارو کې کارونه په عادي ډول دوام لري. احمدي زیاته کړه: مولوي عبداللطیف منصور چې د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی دی، امیر المؤمنین هغه د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ټاکلی دی.

هغه څرګنده کړه چې د یوې ادارې مسوولیت د یو شخص لپاره امانت دی، نه امتیاز او باید له دغه امانت څخه په ریښتني ډول استفاده وشي.

وروسته، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور وویل: د امیر المؤمنین او د رهبرۍ شورا له باور څخه مننه کوم چې زه یې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ټاکلی یم.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت اساسي موخه د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي او ستاسو په همکارۍ غواړم له دې لارې خلکو ته خدمت وکړم.

منصور زیاته کړه: اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په یووالي سره کار وکړو چې زموږ هېواد آباد شي. منصور څرګنده کړه: موږ په دغه وزارت کې متخصصو او مسلکي کسانو ته اړتیا لرو او د دغه وزارت کارکوونکي به وساتل شي.

هغه د هېواد په دننه او بهر کې له ټولو متخصصانو څخه وغوښتل چې په اړوندو برخو کې د انرژۍ او اوبو له وزارت سره همکاري وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته