ټولنه

په ننګرهارکې په لسګونو واټونه جوړاو پاخه شول

کابل / د غبرګولي ۹ / باختر
په ننګرهار کې د لسګونو واټونو د جوړولواو پخولوکارپای ته ورسېد.
دغه واټونه د ۹۵۰۰ کیلومتروپه اوږدوالي د ننګرهار د مرکزجلال آباد ښارپه ځینو برخوکې جوړاو پاخه شوي دي.
د فواید عامې وزارت وايي چې د دغو واټونو د جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیونه افغانۍ لګولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل چې د دغو واټونوپه جوړولوسره اوسېدونکو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې شوې دي او د ننګرهار اقتصاد هم وده کړې ده.
ویل کېږي د دغو واټونوجوړول د اوسېدونکو په تګ را تګ او د تجارتي مالونواو د ناروغانوپه لېږدولوکې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته