سیاست

د بهرنیو چارو وزیر د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

– کابلباختر دچنګاښ ١١ مــــــــــــــه

  د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول نن  له غرمې مخکې د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو مرستیال ښاغلی مهدي اخندزاده د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت د اطلا عاتواو خپرونو رياست باختر اژانس ته وويل

په دې لیدنه کې دواړو لوریو دعلاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، هیله یې وکړه چې هغه ګډ کمیسیون چې د سرحدي علایمو او اسنادو د عصري کولو او برابرولو طرحې په ځانګړنه کې جوړشوی دی،وکولای شي  پخپله دوهمه ناسته کې مثبتې لاسته راوړنې ولري او  د دواړو هیوادونو په سرحدونو کې امنیت او ثبات ټینګ او ځواکمن کړي.

ښاغلی مهدي اخندزاده د سرحدي علایمو او اسنادو د عصري کولو طرحې ګډ کمیسیون په دوهمه ناسته کې چې ټاکل شوي ده نن د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شي ،دګډون په موخه د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه لوړپوړي پلاوي په مشری پرون کابل ته راغلی دي . په دغه ناسته کې به د افغانستان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي جاوید لودین او د ایران پلاوي مشري به ښاغلی مهدي آخندزاده په غاړه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته