امنیت

څلورتنه غير مسوول وسله وال کسان په بغلان کې ووژل شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
څلورتنه غير مسوول وسله وال کسان پرون د بغلان ولايت په بنو ولسوالۍ کې وژل شوي او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
د بغلان ولايت د بنو ولسوال محب الله محقق د باختر آژانس خبريال ته وويل: په موټر سايکل سپاره پنځه تنه غير مسوول وسله وال کسان د اندراب د بنو ولسوالۍ په سرپل کلي کې د سيال ډلې له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې څلور تنه غير مسوول وسله وال کسان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
د بنو ولسوال زياته کړه چې يرغلګر د پيښې له ساحې څخه په تيښتې بريالي شول.
دغه راز د اندراب د بنو ولسوال وويل: د پوليسو د منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې يو قاتل چې دوه ورځې مخکې د عامه نظم د پوليسو يو افسر شهيد کړى و؛ ونيول شو.
پيښه تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته