سیاست

محمد محقق په کابل کې دپاکستان له نوي سفير سره وکتل .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق پرون په کابل کې دپاکستان له نوي سفير زاهد نصر الله خان سره په خپله استوګنځي کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړي .
داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دپاکستان سفير ، افغانستان اوپاکستان  دوه دوست او ورونه هېوادونه وبلل چې زيات مشترکات لري .
دپاکستان سفير وويل چې افغانستان په اقتصادي  برخه کې دده  دهېواد  طبيعي شريک دى  او هيله يې وکړه چې دافغانستان او پاکستان اړيکې له پخوا زياتې پياوړي شي .
  دپاکستان سفير زياته کړه چې دده دهېواد سوله او ټينکاو دافغانستان په سولې او ثبات پورې تړاو لري او اسلام اباد يو امن او باثباته افغانستان غواړي .
  دهېواد اجراييه مرستيال  حاجي محمد محقق دپاکستان نوي سفير ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې ، په افغانستان کې ددغه هېواد دسفير په توګه دده دانتخاب له امله مبارکي وويله او برياليتوب هيله يې وکړه .
  محمد محقق وويل چې دواړه هېوادونه ګډ فرهنګ اودين لري او ددواړو هېوادونو ګډ کار هم دافغانستان دخلکو هيله ده .
داجراييه رياست مرستيال زياته کړه  علامه اقبال لاهوري افغانستان په باب داسې شعرونه ويلي دي چې ګڼې دپاکستان په باب يې ويلي وي .
محقق وويل چې همدا ديني او فرهنګي مشترکات ددې سبب شوي دي چې دپاکستان خلک ، دافغانستان له خلکو سره دجهاد په سختو دورو کې زياتې مرستې اوهمکاري وکړي .
داجراييه رياست مرستيال زياته کړه چې له بده مرغه په اوس وخت کې نړيوال تروريزم ددواړو هېوادونو په اړيکو سيورى غوړولى دى او افغانستان هيله لري چې دواړه هېوادونه له تروريزم سره په مبارزه کې  داسې عمل وکړي چې ستونزې ديو ګډ تفاهم په نتيجه کې  لرې شي .
محمد محقق  وويل چې تروريزم دواړه هېوادونه زيانمن کړي دي او هيله يې وکړه چې دواړه هېوادونه دحالاتو دښه والي او دتروريزم دله منځه وړلو په لاره کې ګډې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته