سیاست

دجمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابلباختر د وږي د مياشتې٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون غرمه د اقتصاد عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د مزار آی پي پي او بیات پاور د ګازي برېښنا د تولید پروژو راپور، په۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو کې د ګازو د زېرمو د پلور د اړخونو د تحلیل، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د دوه اړخیزتفاهم لیک او د (DLA piper) حقوقي شرکت د حقوقي خدمتونو د غوښتنو د طرزالعمل په اړه بحث وشو.
په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس امان الله غالب د مزار او بیات پاور د ګازي برېښنا تولید کمپنیو سره د حکومت د تفاهم لیک په اړه چې په پام کې ده له ګازو څخه برېښنا تولید کړي معلومات ورکړل، وې ویل، له دوو کلونو راپدېخوا له یادو کمپنیو سره د قراردادونو په تخنیکي او حقوقي مسایلو کار شوی دی.
هغه زیاته کړه دغو کمپنیو د کار شرایط مطرح کړي او د اقتصاد عالي شورا په دې برخه کې تصمیم نیوونکې ده. د افغانستان برېښنا شرکت رئیس د دغو قراردادونو د ګټې او تاوان په اړه هم معلومات ورکړل.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان، د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور، د انرژۍ او ابو وزیر علي احمد عثماني، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست محمدحمید طهماسي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ولسي جرګې غړيو عبیدالله رامین او قدرات الله ذکي د یادو قراردادونو د معیارونو او شرایطو په اړه خپل نظرونه مطرح کړل.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، موږ باید د پروژو په اړه واضح اقتصادي او مالي تحلیل ولرو او  په قراردادونو کې حقوقي تحلیل هم مهم دی، ترڅود احتمالي خطرونو مخنیوی وشي.
هغه ټېنګار وکړ، د ګاز وپه تخمین کې د دواړو لورو (دولت او خصوصي برخې) موافقې ته اړتیا ده او د برېښنا د تولید په برخه کې خصوصي پانګونه مهمه ده، ځکه د راتلونکي پرمختګ په انرژۍ پورې تړلی دی او باید په دې اړه زیات بحثونه ترسره او شته اندېښنې لرې شي.
له هراړخېزو بحثونو وروسته له ګازو څخه د برېښنا د تولید په اړه د مزار او بیات کمپنیو د قراردادونو په اړه پرېکړه وشوه چې په بله غونډه کې ژور بحث  ورباندې وشي، تر څو د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.
د سوداګرۍ وزیر همایون رسا دهيواد په مرکز او ولایتونو کې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو له درکه د اوبلن ګازو د زیرمو د پلور تحلیلي راپور وړاندې کړ. هغه وویل، په یادو کلونو کې اته زره متریک ټنه اوبلن ګاز خریداري شوي وو چې تراوسه هم ذخیره دي.
د نفتي موادو او اوبلن ګازو د تصدۍ رئیس وليد تمیم وویل، د مخکېني حکومت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د ستراتیژيکي زېرمو د رامنځته کېدو په خاطر ګاز پېرل شوي وو او دری کاله کېږي چې دا ګاز ذخیره دي او اړتیا ده ګاز بازار ته عرضه شي. هغه زیاته کړه د ګازو اوسني بیې ته په کتو د ګازو د زېرمو پلور به مالي زیان ولري او که چیرې ونه پلورل شي، کېدای شي کیفیت یې له منځه لاړ شي.
د زیربناو په چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي وویل، د ګاز د انرژۍ لپاره زماني معیار مهم دی او باید دا ستونزه حل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینرمحمدخان، د ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري، د سوداګرۍ وزارت سرپرست همایون رسا، د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین، په سواګریزو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار سیروس علاف، د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس نقیب الله فایق او د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خانجان الکوزي د موضوع اړوند خبرې وکړې.
د هېواد د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار  د تيلو او ګازو د ستراتیژیکو زېرموپه اړه د یوې معیاري پالیسۍ په جوړولو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، د نوي پالیسي تر جوړېدو پورې دې د نفتي موادو اواوبلن ګازو تصدۍ ګاز نه پېري. هغه د ستراتیژیکو زېرمو په اړتیا ټینګار وکړ وې ویل، د نفتي موادو ادارې په پخواني رئیس جدي تورونه شته او د هغه مهال ټولې پيرودنې باید په کلي ډول لوړپوړی پلاوی وارزوي.
غونډې پرېکړه وکړه چې د ګازو د ذخیرو موقعیت دې ډېر ژر د زیربناو په چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د سواګرۍ وزیر همایون رسا، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان او د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس په یوه اوونۍ کې وارزوي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د دوه اړخیز تفاهم لیک په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
په تفاهم لیک کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د انکشاف، د مالونو دلږودنې او ټرانسپورټي خدمتونو د حکم زیاتوالي په برخه کې  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ شبکو د  اتصال د چټکتیا پر ارزښت ټینګار شوی دی.
دغه راز په دې اړه وویل شول، په لومړي ګام کې لازمه ده د سیمې د پنځو هېوادونو ترمنځ چې تاجکستان هم په کې شامل دی، د اوسپنې پټلۍ جوړېدو ته پاملرنه وشي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، زموږ لومړیتوب د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ جوړېدل او غځول دي چې کولای شي له دغو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي.
د غونډې په بله برخه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان د دولتي ادارو په وسیله د (DLA piper) حقوقي شرکت څخه د غوښتنو طرزالعمل وړاندې کړ. غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد طرزالعمل په پرنسیپ کې تائید کړ. د اقتصاد عالي شورا له غړو څخه یې وغوښتل که په دې اړه کوم نظر یا ملاحظه لري کولای شي خپل نظرونه په اوو ورځوکې له مالیې وزارت سره شریک کړي.# ختم- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته