ټولنه

سيلاوونو دکاپيسا خلکو ته زيان واړاوه .

کابل باختر د زمري دولسمه :
د هغوسيلاوونو له امله چې تيره شپه دکاپيسا ولايت په دريو ولسواليوکې راووتل؛ خلکو ته مالي تاوان واوښت .
دکاپيسا ولايت د آله ساى ولسوال محمدملا باخترآژانس ته وويل:ددغې ولسوالۍ په سپينه دره کې دسيلاوونو دراوتلو له امله په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه، يو شمېر څاروي له منځه  لاړل او د استوګنې زياتره کورونه زيانمن شوي دي .
دتګاب ولسوالۍ يو تن مخور عبدالعزيزهم دباختراژانس له خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل چې سيلاوونو د شينکى درې ، کوزې درې ، د نازيانو ، لينداخيلو او د اورغل په سيمو کې په بزګرانو او دسيمو خلکو ته مالي تاوان اړولى دى .
دنجراب ولسوالۍ يو قومي مشر غلام حيدر وايي: په دره کلان، فرخشاه، بچغان  او پسخ  د سيلاوونو د راوتلو له امله هم کرنيزې ځمکې او د استوکنې کورونه  ويجاړ شوي دي او دخلکو څاروي له منځه تللي دي .
ويل کيږي چې دکاپيسا د والي له خوا د اوښتو تاوانونو د اندازې دمعلومولو لپاره هيتئونه  ټاکل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته