ورزش

خلکو دهېواد دفوټبال ملي ټيم ته هرکلى ووايه .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
دهېواد  دفوټبال ملي ټيم  له فني او تخنيکي پلاوي سره  داسيا دجنوب  دسياليو  داتلوالى  دنايب دمقام  له ترلاسه کولو وروسته  نن هېواد ته راستون شو .
دهېواد دفوټبال ملي ټيم ته  دحامدکرزي  له نړيوال هوايي ډګر څخه  تر غازي ستديوم پورې  دکابل ښاريانو له خوا هرکلى وويل شو .
  ښاريانو دګلانو دګيډيو  په شيندلو سره  دهېواد اتلو ځوانانو ته  هرکلى ووايه
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې  دهېواددفوتبال  دملي ټيم  دغړو  دهرکلي لپاره  دفوټبال  فدراسيون دمسوولينو له خوا  په غازي ستديوم کې  جوړه شوې وه دکابل ښار په سلګونه تنه ورزش دوستان راغونډ شوې وو  چې خپل دوست ټيم ته هرکلى ووايي .
  زموږ يوه تن هېوادوال غفور زمري  په غازي لوبغالي کې وويل  دفوټبال ملي ټيم  اتل دى .  که چيرې سم قضاوت شوې واي  موږ داتلوالى  نايب نه کيدلو .
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم  ددغوسياليو په  ګروهي پړاو کې  دبنګله ديش  ،بوتان ، مالديف او سريلانکا ټيمونو ته  زيات ګولونه ورکړل . او وروستۍ پړاو ته يې  لاره وموندله  . او  ددغوسياليو په وروستي پړاو کې  هند ديوې په وړاندې  په دوو سره  بريالى اعلام شو . او اتل شو . خو دافغانستان  دفوټبال ملي ټيم داتل  نايب شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته