اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د دوه نیمو ملیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲ قراردادونه منظورکړل

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د کانونو او پطرولیم، فواید عامې، د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا، ملي دفاع، کورنیو چارو او د پوهنې وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د مسفا ادارې قراردادونه وڅېړل شول.
په دې غونډه کې د کانونو او پطرولیم وزارت ته لارښوونه وشوه چې د کانونو د کارګرانو د روغتیایي حالت د ښه والي لپاره دې جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړېدل منظور شول چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د بار وړونکو وسایطو لپاره شپاړس ساعته غیر ضروري وقفه له منځه لاړه شي او د هرات ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه به راکمه شي.
په غونډه کې د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال په مشرۍ هغه پلاوي چې د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو د څيړنې په موخه ټاکل شوی و، غونډې ته خپل رپوت وړاندې کړ.
په غونډه کې پریکړه وشوه چې د دغو بیړنیو قراردادونو لپاره دې د شپږ میاشتیني مهلت ورکولو طرحه ترتیب او ترڅنګ دې داوطلبۍ ته د بیا وړاندې کېدلو پروسه پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت استازي وویل  چې د تدارکاتو د پروسې د اصلاح لپاره یې ۷۲ تنه کار پوهان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ولایتي ادارو ته استولي دي.
جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت پر قراردادونو د تبصرې په ترڅ کې وویل، دغه وزارت باید د خپلو تدارکاتي چارو د ریفورم پلان برابر کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د تېرو تدارکاتو پروسه دې په واضح ډول بررسي او تصفیه شي او هغو کسانو چې په دې پروسه کې په بې قانونه ډول کړنې ترسره کړي دي، هغوی دې په نخښه شي.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د تدارکاتي سیستم د سمون لپاره ټاکل شوي پلاوي هم غونډې ته خپل رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې د دغه وزارت څلور واړه تدارکاتي واحدونه جدي ستونزې لري او که دا ستونزې حل نه شي د دغه وزارت د تدارکاتو تصدیق به د تعلیق له ګواښ سره مخامخ شي.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت څو قراردادونه منظور شول چې شاوخوا دوه اعشاریه اته میلیونه ډالره سپما پکې شوې ده.
همدا راز د ملي تدارکاتو کمیسیون له ۲۵ وړاندې شویو قراردادونو څخه د دوه نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۲قراردادونه منظورکړل.
په همدې توګه په دې غونډه کې د مالیې او ملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د سرتیرو د خوړو د کیفیت د لوړولو او کالوري د زیاتولو لپاره دې ډير ژر یوه طرحه چمتو او د کابینې غونډې ته دې وړاندې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته