اقتصاد

اجرائیه رئیس: په افغانستان کې د چیني پانګوالو له پانګونې ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندۍ ١٦ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د جمهوري دولت له وزیر ښاغلي ژنګ ماو سره وکتل. د اجرا‌ئيه رئيس مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو خبرې اترې وکړې او د همکاریو په دوام یې ټینګار وکړ. د چین د بازار د تنظیم په برخه کې د دولت وزیر ښاغلي ژنګ ماو کابل ته د خپل راتګ او له اقتصاد وزارت سره د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې، هېواد یې په افغانستان کې د پانګونې، تلپاتې پراختیا، ، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي. ښاغلي ماو زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او کوښښ کوي، چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي. ماو ټینګاروکړ، چې چین کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي. هغه زیاته کړه، چې چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي،څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي. په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت له وزیر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی. اجرائيه رئیس غوښتنه وکړه چې، چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان څخه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي، څو افغانستان هم د دې سازمان په معیارونو برابر او ښه استفاده ترې وکړي.پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته