مزارشريف باختر دچنګاښ دمياشتې ١٧ :
اوولس تنه وسله وال طالبان په بلخ ولايت کې د نويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
په دغو طالبانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د چمتال ولسوالۍ په ځينو سيمو په هغو ساحو کې بريدونه شوي دي چې په دې وروستيو وختو کې دطالبانو دپراخ شتون او فعاليت ډګر دى.
د بلخ ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې اوولس تنه طالبان وژل شوي دي او څو پټنځي يې دړې وړې شوي دي.
دغه بريدونه د البرزعملياتوپه بهيرکې چې له زياتې مودې را په دې خوا دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري، ترسره شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ