١١ – کند هار باختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه
افغان ځواکونو د کند هار ولايت په سرحدي سيمه کې په چاوديدونکو توکو بار يو موټر چې له پا کستان څخه افغانستان ته داخل شوى و ضبط کړ .
درې تنه وسله وال طالبان هم چې ددغو چاوديدونکوتوکو د ليږد ونې مسوليت يي درلود، د افغان سرحدي پوليسو له خوا ونيول شول.
د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍيو مسئول منبع د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه توکي دتروريستي پيښو په مقصد له پاکستان څخه هيواد ته ليږدول شوي وو اود کشفي معلوماتو له مخې، د کندهار ولايت دشورابک په سرحدي ولسوالۍ کې دسرحدي پوليسو له خوا دغه توکي کشف او ضبط شول.