خبرونهټولنه

په زابل کې د اختر په ورځو کې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي

کابل، د چنګاښ ۲۰ مه ، باختر

زابل د اختر په ورځو کې د خونړیو ترافیکي پېښو ډګر و.

یوازې په تېرو دوو ورځو کې په دغو پېښو کې ۳ تنه وژل شوي او څه نا څه  ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکتر نذيراحمد حريفوال باختر آژانس ته وويل، چې زياتره ټپيان له درملنې وروسته رخصت شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو ترافيکي پېښو کې ۳ تنه ټپيان، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وو، د درملنې په موخه قندهار ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې  په زابل کې روغتیايي سرچینې مني چې په ترافيکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د زابل د ترافیکو مسوولین د دغو بېښو اصلي علت د چلوونکو چټکتیا او بې احتیاطۍ بولي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته