سیاست

د جمهوري رياست د سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم پيغام.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
د سلواغې دمياشتې د ٢٦ ڼيتې له افغانستان څخه دوخت د شوروي د سرو لښکرو د ماتي د ورځې له امله  د  جمهوري رياست د سرپرست   مارشال محمدقسيم فهيم پيغام.
دافغانستان خپلواکو او زړه ورو خلکو!
دخوشحالۍ ځاى دى چې دسلواغې دمياشتې د ٢٦ ڼيتې د وخت دشوروي اتحاد دسرو لښکرو  د ماتې  د ورځې له امله تاسوته مبارکي  وايم.
دافغانستان زړه ور او ميړني  خلک د سرو لښکرو  په وړاندې د جهاد په پيل سره دخپل هيواد دمعاصر تاريخ يوه ځلانده پاڼه  پرانستله او په  خپلو اتوالو مبارزو  سره تل پاتې حماسه جوړه کړه  چې دکمونيزم له لوبو څخه د نړۍ د ژغورنې سبب شول.  دافغانستان مبارزو خلکو په دې لاره کې په بې سارې ميړانې او سرنښندنو سره نړيوالوته  وښودله  چې دخپل هيواد د دښمنانو دځپلو لپاره د دوى اراده  نه ماتيدونکې ده .
دافغانستان مجاهداو سرلوړي  خلک دجهاد په کلونو کې په خپل برحقه جهاد سره خپل څه دپاسه يو مليون تنه  رښتيني بچيان  قرباني کړل  چې د دوى د هيواد په ګوټ ګوټ کې دخپلواکۍ  څراغ  روښانه  پاتى شي .    په دې لاره کې زموږ په سلګونه زره تنه  زړه ور مجاهدين معلول  او معيوب شول چې دا دى  دخپل ګران هيواد او خلکو د سرلوړى وياړ دي .
دافغانستان مجاهدو او سرلوړو  خلکو!
تاسو په حماسه جوړونکى جهاد سره  مو نړۍ  دکمونيزم له له لومو څخه   وژغورله
او د دې سبب شو چې زيات  هيوادونه  ستاسو په تبعيت  د خپلواکۍ او  آزادۍ  بيرغونه  په خپلو هيوادونو کې پورته کړي   او دسره  طاغوت له لومو څخه وژغورل شي.
زموږ ګران  او زړه ور خلک  په  دې لاره کې که  څه  هم ويجاړ هيواد تسليم شول  خو دخپلې خپلواکۍ سند يې تسجيل کړ او خپلو بچيانو ته په ميراث پريښود .
يو ځل بيا په دې مناسبت تاسو دهيواد مجاهد او تل ملت ته مبارکي وايم دافغانستان دجهاد ، مقاومت او خپلواکۍ دلارې دټولو شهيدانو روح ته
دعا کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته