
کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
ولسي جرګې د ١٣٩٧ مالي کال دملي بودجې سند نن دهېواد دملي ګټو په پام کې نيولو سره درايو په اکثريت تصويب کړ .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ د ١٣٩٧ مالي کال ټوله ملي بودجه ٣٧٧٠٠١١ مليارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ١٤٣ر٢٦٦ مليارده افغانۍ عادي بودجه او ٨٧٨ر١١٠ مليارده افغانۍ انکشافي بودجه ده چې دټولنې دواقعيتونو ، اوسنيو امکاناتو ، دملي پروژو دتطبيق ، دادارو جوړښت ، دلګښتونو دمعتبر چوکاټ دتطبيق او دنړيوالو معيارونو په پام کې نيولوسره برابر ه شوې ده .
دماليې وزير دملت له وکيلانو څخه په مننې سره له ټولو بودجوي واحدونوڅخه وغوښتل چې دامکاناتو ، اغيزمنتوب ، دحکومت دانکشافي لومړيتوبونو او دهېواد دملي ګټو په پام کې نيولو سره دې د ١٣٩٧ مالي کال ملي بودجه ولګوي .
ختم_ ف _ اکرم