اقتصاد

دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې په درناوي په ننګرهار کې دکورنيو توليداتو دنندارتون پرانستل .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې دښې نمانځنې  په خاطر په جلال اباد ښار کې دننګرهار ولايت دکورنيو توليداتو  نندارتون جوړ شو .
په دې نندارتون کې  دبخار د ديګونو ، دخوړو دلوښو او دساختماني  موادو او لوازمو په ګډون دننګرهار ولايت پنځه ديرش قلمه محصولات ددريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي
دننګرهار والي سليم خان کندزي په شيرزي لوبغالي کې ددغه نندارتون دپرانستلو  په مراسموکې له خلکو څخه وغوښتل چې له کورنيو محصولاتو څخه په استفادې سره هم دهيواد ګران صنعتکاران وهڅوي او هم دافغانستان اقتصاد پياوړي کړي .
دغه نندارتون به ددريو ورځو لپاره دمنيه والو پرمخ پرانستى وي .
ددغه نندارتون جوړونکي هيله لري چې ددغه نندارتون په جوړولو سره دخلکو زياته پاملرنه کورنيو توليداتو ته جلب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته