سیاستخبرونهTOP

ولس او هېواد ته صادقانه خدمت کول، د اسلامي امارت لويه موخه ده

کابل باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سمنګانو له والي مولوي عبدالرحمن په مشرۍ یو پلاوي سره چې د ياد ولایت امنیه قوماندان قاري بدر او د استخباراتو رییس مولوي محمد هاشم شفیق هم حضور درلود، په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې، هغوی د سمنګانو ولایت اړوند خپل کاري راپورونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
هغوی وویل، چې په سمنګانو کې د اسلامي امارت او ولس تر منځ واټن نشته، دواړه لوري متقابلې نيکې اړيکې لري او ټول مسئولين هڅه کوي ولس ته رښتيني خدمات وړاندې کړي.
دغه پلاوي د سمنګانو ولایت اړوند ځينې وړاندیزونه او مشکلات هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير له دوی څخه په مننې وویل، چې د اسلامي امارت او ولس تر منځ د واټن ختمول، ولس او هېواد ته صادقانه خدمت کول، د اسلامي امارت لويه موخه ده.
مولوي د خپلو خبرو په پای کې دوی ته د یاد ولایت اړوند ځینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا