امنیت

د ولسي تړون دیارلس غړي په تخارکې شهیدان شول

 تالقان د زمري ۳۰ باختر
د ولسي تړون دیارلس غړي تېره شپه په تخارکې د طالبانوپه برید کې شهیدان شول .
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري رسنیوته وویل چې دغه کسان د دغه ولایت د خواجه بها،الدین ولسوالۍ د لاله ګذر په سیمه کې د ملک احمد تاتارپرپوستې د وسله والوطالبانوپه برید کې شهیدان شول .
هجري زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ولسي تړون څلورنورغړي ټپیان شول.
ویل کېږي چې سیمې ته د کومکي څواکونوپه رسېدو سره د طالبانوبرید په شا وتمبول شو.
په دې پېښه کې وسله والوطالبانوته هم د سرزیانونه آوښتي دي خو دقیق شمېریې تراوسه پورې معلوم نه دی . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته