
کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یووالي په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ډاکټر محمد عثمان سیرت وايي، چې یادې سیالۍ د یووالي په موخه پيل شوې وې. هغه له ټولو ورزشکارانو څخه غوښتنه وکړه، چې دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د هېواد پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.
س.صدیقي