امنیت

طالبان له بالامرغاب او ابکمري څخه وتښتيدل .

کابل باختر دوري نولسمه :
د بالامرغاب  او دابکمري ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شول .   دبادغيس والي  عبدالغفور ملکزى  باختراژانس ته وويل چې دبالامرغاب او دابکمري ولسوالۍ  تيره شپه   دطالبانو له شتون څخه  پاک شوي دي .
ده وويل دهغو ګډو هوايي او ځمکنيو بريدونو په نتيجه کې چې له ځنډ پرته دوسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول  طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى او له دغو ولسواليو څخه  تيښتې ته اړ شوي دي .
  ده وويل  چې اوس  دبالامرغاب او دابکمري  امنيتي حالت  عادي دي .
  ديوبل خبرله مخې ،  دتيرو اته څلويښتو ساعتو په بهير کې په دغو ولسواليو کې دهوايي اوځمکنيو بريدونوپه نتيجه کې پنځوس تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي .      ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته