
کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د روان هجري لمريز کال د تلې د مياشتې٢٨ مه د ملي شورا او د ولسواليو د شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو وخت وټاکه.
دباخترآژانس مفسرليکي :
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د هېواد د ملي شورا او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره نوې نېټه وټاکله .
پخوا دغه کميسيون د روان کال د چنګاښ د مياشتې ٢٦ نېټه په هېواد کې د انتخاباتو د ترسره کولو وخت اعلام کړى و خو اوس د تلې د مياشتې ٢٨ مه په هېواد کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو ورځ مشخصه شوې ده.
دغه تصميم په داسې حال کې نيول کېږي چې د انتخاباتو کميسيون په نويو څېرو او په اصلاحي پروګرامونوسره خپل کار پيل کړى دى.
په تېرو وختونو کې په هېواد کې خلک اوسياستوال د مشخصو دليلونو له مخې
چې شتون يې درلود د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کار په نسبت بې باوره و.
په داسې حال کې چې د خلکو د اعتماد او باور د جلبولو لپاره د دقيقو پروګرامونو جوړول او د ژمنو ترسره کول دي چې دغه کميسيون وړاندې کړي دي .
اوسنى حالت له مسوولانو څخه غواړي له هرې پتې څخه چې امکان ولري په هېواد کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره لاره اواره کړي او د اعتماد او باور هغه لړزنده پل چې په دې وروستيو وختو کې د انتخاباتو د کميسيون په وړاندې جوړ شوى دى.، ټينګ کړي.
ديادونې وړ ده چې د انتخاباتو کميسيون په داسې ځاى کې دى چې اعتبار يې سخت زيانمنونکى دى ، زيانمنۍ د دې زيږنده دي چې کميسيون د تېرو کلونو په بهيرکې په سمه توګه مديريت شوى نه دى او دا کار د ستونزو د پيداکيدو سبب شوى دى.
اوس چې د انتخاباتو په کميسيون کې نوې څېرې او نوښتونه ترسترګو کېږي بايد دغه کميسيون په غوڅه توګه عمل وکړي او د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره دې د يوې دقيقې او کره نېټې په محور وڅرخي.
که چېرې نن يوه نېټه وټاکل شي اوسبا بله نېټه دکميسيون په نسبت به بې باروي بيا تبارز وکړي.
دغه راز د خصوصي يا د دولت د مالي برخو په ګډون نورو حکومتي بنسټونوته ضروري ده چې د دغه پروګرام د امنيت او مالي تمويل له پلوه د انتخاباتو د کميسيون اندېښنې لرې کړي او په همغږۍ کې دې عمل وکړي.
شرايط او حالات نازک او حساس دي له شک پرته د انتخاباتو د کميسيون مشرتوب د دغه حالت په باب سم اوسالم درک لري او د هغه په نسبت ځان عياروي . پاى ف ذ