يو افغان پناه غو ښتونکى چې ويل کيږي دپناه غوښتنې غوښتنليک يي د استراليا له خوا ردشوي دى افغا نستان ته را ستنول کيږي
دالو مړ ني افغان پناه غو شتونکي دى چې ددواړو هيوادو نو د افغانستان او استراليا له تفاهم وروسته له دغه هيواد څخه ايستل کيږي
ددغه تفاهم له مخې ، استراليا کولاى شي هر هغه افغان پناه غو ښتونکي چې دپناه غو ښتنې غوښتنليک يې رد شوى وي له دغه هيواد څخه و باسي
داستراليايي مقاما تو دڅرګند ونو له مخې اووه ويشت کلن ميرزاجان دشنبې په ورځ کا بل ته راستنول کيږي
دغه افغان پناه غو شتونکي له استراليا څخه د ايستل کيدو په غبرګون کې ويلي دي ، دى په افغانستان کې څوک نه لري اود راستنولو په صورت کې به له ستونزى سره مخامخ شي
ميرزاجان لس کاله مخکې له افغا نستان څخه و تلي و اود انګلستان او ايرلند د هيوادونو له خوا دده دپناه غو ښتنې دغوښتن ليک له رديدو وروسته استراليا ته پناه وړې وه .
دمهاجرت د نړيوال سازمان له خوا د وړاندې شويو ارقامو له مخې له ايران او پاکستان څخه وروسته استراليا دريم هيواد دى چې ډير زيات افغان مهاجرين لري