امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ووژل شول

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
درې تنه وسله وال طالبان دهلمند ولايت په مربوطاتو کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: جګړه هغه وخت ونښته چې پوليسو له وسله والوطالبان سره دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې مخامخ شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او له دوى څخه يوه پيکا ، يوکرولا موټر ، يوموټرسايکل  او يوه اندازه سپکه وسله پاتې شوې ده .
د يوبل خبر له مخې: دهلمند ولايت د ديشو ولسوالۍ د سره کلا په مربوطاتوکې دسرحدي پوليسو اوله نشه يي توکوسره د مبارزې دپوليسو په عملياتو کې کرل شوي کوکنار واړول شول .
له بلې خوا، ددفاع وزارت تاييدکړه چې دهلمند ولايت د سنګين اوخاکريز ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي  دندو دترسره کولوپه  بهير کې د ايښودل شوى ماين د چاودنې له امله دملي اردو يو عسکر ټپي شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته