امنیت

خبرتيا:

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دپوليسو اکاډمۍ دقوماندانۍ خبرتيا:
دپوليسو اکاډمي د ١٣٩٦ تحصيلي کال لپاره دامنيې جنايي او سرحدي پوليسو ،لوژيستيک او دجيلونو د ادارې په څانګو کې دهېواد دمرکز او ولايتونو دليسو د دولسمو ټولګيو فارغې نجونې او هلکان چې دغه شرايط ولري، دلوړو زده کړو دکانکور د آزموينې له لارې مني.
١-کانديد بايد دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت تابعيت ولري او له افغان پلار او مور څخه زيږيدلى وي.
٢-دکانديدعمربايدله ١٨ کلنۍ څخه ښکته او له ٢٢ کلنۍ څخه لوړ نه وي.
٣-کانديد بايد دليسې د دولسم ټولګي فارغ وي.
٤-دکانديد دلسمو ،يوولسمو او دولسمو ټولګيو د درې کلنو نمرو اوسط په سلو کې له اتيا څخه ښکته نه وي.
٥-کانديد بايد واده نه وي کړى او د کورنۍ داعاشې مکلف نه وي.
٦-کانديد بايد بشپړه جسمي ،عقلي او رواني سلامتيا ولري او دلازمو معيارونو فزيکي آزمايښت يې بشپړ کړى وي.
٧-له يوکال څخه زيات په تنفيذي بندمحکوم شوى نه وي.
٨-په نشه يي توکو ،الکولي مشروباتو او مسکراتو روږدى نه وي.
٩-د داوطلب هلک  ونه له ١٦٥ سانتي مترو څخه او د داوطلبۍ نجلۍ ونه ١٥٠ سانتي مترو څخه کمه نه وي.
١٠-په سياسي ګوندونو ،سازمانونو او ډلو کې غړيتوب ونه لري .
١١-دسپلين منوونکى ،د قوانينو،مقرراتو،لايحو،تعليمات نامواو دپوځي او دپوليسو د اکاډمۍپه اصولنامو ژمن وي.
١٢-کانديد بايد دپوليسو د ذاتي چارو دقانون د ١٩ مادې د دويمې فقرې او دپنځوسمې مادې د دويمې فقرې له حکم سره سم دهېواد دملي پوليسو په ليکو کې دافسر په توګه د اوږدمهال خدمت په اجرا کولو ژمن وي.
١٣-دپوليسو په اکاډمۍ کې دښځينه داوطلبې دشموليت په باب د کورنۍ ليکلى رضايت شتون ولري.
له دې امله مينه وال کولاى شي د ١٣٩٥ هه لمريز کال د مرغومي دمياشتې له ١١ نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې له ٤ عکسونو دتابعيت له تذکره ،دفراغت له سند او دلسمو ،يولسمو او دولسمو ټولګيو له غړو سره دثبت او دفورمې دويش او دمقدماتي پړاونو دبشپړولو په مقصد کابل پولتخنيک ته څيرمه دپوليسو اکاډمۍ ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته