ښوونه او روزنه

دخصوصي دنيمه لوړو زده کړو يو شمير موسسې وستايل شوې.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت دخوصي نيمه لوړوزده کړو يو شمير موسسې چې څه دپاسه لسو زرو تنو ځوانانو ته يې د زده کړې زمينې برابرې کړې دي وستايلې .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي ددغو موسسو په مسولينو دستاينې دلوحو دويشلو په مراسمو کې د هغوى قدرداني وکړه چې په مياشتنۍ فيس کې په تحفيف اوان يو شمير بيوزلو ځوانانو ته يې په وړيا ډول د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
دغه راز ددغه معينيت دستاينې لوحې په افغانستان کې داکتيد دموسسې رييسې ميرمن رينت ګريوال ته چې دځوانانو دښوونې او روزنې په برخه کې دځوانانو دچارو له معينيت سره همکاري کړې ده ورکړه.
دغه راز دستاينې دغه لوحى دځوانانو دچارو دمعين او دغه راز ددغه معينيت دپاليسي او پروګرامونو د رييس سيد مصطفي سعيدي له خوا دسپين غر دابوعلي سينا بلخي د روغتيايي علومو ، درحمانزى روغتيايي علومو دامام محمد غزالي دروغتيايي علومو ، دجامي د روغتيايي علومو دفارابي د روغتيايي علومو ، د روغتيا د روغتيايي علومو د مولانا جلال الدين محمد بلخي دروغتيايي علومو ، دکابل روښان د عالي دارالمعلمين ، دهيواد دعالي تعليماتو، دبهزاد د عالي انستيتوت دبهرنيو ژبو دعالي تعليماتو دانستيتونو ، پرمختګ ،طلوع معاصر ميوند افغان، دانفوتکګامګار د روزنيز مرکز ،دمتا دانګلسي ژبې او دکمپيوتر دزده کړې دمرکز داحمدشاه ابدالي دعالي دارالمعلمين ، دافغانستان دځوانانو دتعليماتو دموسسى دکابل بريښنا دحرفوي مرکز او دمموزي دموټر چلونى دمرکز په رييسانو وويشل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته