کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ۱۴۸ ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز پروګرامونه جوړ شول.
دغه روزنیز پروګرامونه د ښوونې او روزنې ریاست د لارښوونې له مخې د ښوونځیو په دننه کې پیل شوي، چې د روان کال تر پایه به دوام وکړي.
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې ښوونکو او زده کوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو د لابراتواري تجربو په برخه کې په عملي او تجربوي بڼه زده کړې ورکول کېږي.
د لوګر د ښوونې او روزنې رییس مولوي جنت ګل عزیز ښوونکو او زده کوونکو ته د دغو روزنیزو پروګرامونو جوړېدل ډېر اړین بولي او وایي چې په نږدې راتلونکي کې به ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو په برخه کې نور ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.
ن/ر