ټولنه

دآمو سند د څپانده کيدو له امله دامام صاحب ولسوالۍ خلکو ته زيان رسيدلي دي .

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

 په وروستيو و رځوکې  دآمو سيند د څپانده کيدو  له امله دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ خلکو ته زيات مالي زيان  اوښتي دي .

 دکندز دولايتي شورا رييس امان الدين  نبي زاده نن باختر اژانس ته وويل  له څلورو ورځو راپديخوا دآمو سيند دڅپانده کيدو له امله دسيمې خلکو ته زيات زيان  اوښتي دي او خلکو  دزيات زيان دمخنيوي په  لاره کې  ددولت دجدي اقداماتو غوښتنه کړي ده .   ده وويل دسيند داوبو دغه څپانده کيدل هرکال رامنځته کيږي او دکرنې په زرګونو جريبه  ځمکي  ،بڼونه او داستوګنې کورونه ويجاړوي .  دي وايې همدا اوس  دکندز ولايت  دامام صاحب ولسوالۍ دقره پل ، شال بافونو اوبته کشانو په کليو کې  درې سوه کورونه  او دميوو څو بڼونه  له منځه تللي دي

 دکندز  دولايتي شورا رييس وايي مصيبت ځپلو  خلکو خپلي ستونزې دکندز له والي سره هم طرحه کړي دي او ويلي يي دي که چيري په دي باب دولت له موږ سره مرسته ونه کړي ښايي ايران او پاکستان ته مهاجرت وکړي ځکه دآمو سيند څپانده کيدل د دوي ټول شته کرار کرار له منځه وړي .

  دده دڅرګندونو له مخې دکندز والي دهغوي  د ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه  کړي ده چې ددغي پيښې  زيانمن شوي کسان خوندي ځايونو ته  ليږدوي او ددوي دستونزو د لري کولو په مقصد موضوع مرکز ته وړاندې کوي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته